دعربي مشرانو د اوباما بلنه ولې رد کړه

دعربي مشرانو د اوباما بلنه ولې رد کړه

تیره اونی عربی مشرانو د امریکا ولسمشر بارک اوباما بلنه رد کره او د ده غوشتنه یی پر خمکه کیشوده

بارک اوباما د خلیج فارس عربی هیوادونو غوشتی وو ترخو له ده سره د دیوید پندغالی په ناسته کی گدون وکری خو یوواخی قطر او کویت هغه عربی هیوادونه وو چی مشرانو یی په دی ناسته کی گدون کری وو او نور خپل ولیعدان ور استولی وو اعرابو د امریکا د ولسمشر د تیری پنجشنبی ناسته د اهمیت ور ونه شوده   لومری د عربستان پادشاه ویلی وو چی د دیوید پندغالی په ناسته کی گدون نه کوی او له دی وروسته رضا اعلان وکر چی په دی ناسته کی به ولیعد گدون وکری   په بحرین کی د آل خلیفه رژیم هم خپل ولیعهد دی غوندی ته واستوو او ا وباما چی غوشتل یی له عربی مشرانو سره مهمی خبری شریکی کری خه تر لاسه نکرل

عربی هیوادونو مشرانو د ډيویډ پنډغالی په ناسته کې له گډونه په ډډې سره دا وښوده چې له امریکا څخه خواشیني دي او دوی ددې لپاره ځینې دلایل هم لري. اعراب له ډیرې مودې راهیسې په دې پوهیږي چې د اسرایلو د امنیت د ساتلو تضمین امریکا کړی دی او په تیرو څلورو کلونو کې د عربي هیوادونو په بیلا بیلو برخوکې ناامنۍ ډيرې شوې دي او په دې لړ کې په هیوادونو کې بدلونه رامنځ ته شوې او د خلکو پاځونونه او خوځښتونه روان دي او دې پاڅونو د ټول عمر سلطنتونو پر وړاندې لوی ګواښونه رامنځ ته کړي دي.

له امریکا د عربو هیوادونو د ناخوښۍ بل لامل هم په منځني ختیځ کې ددوی ماته ده. دوی په دې اند دې چې امریکا باید د سوریې په جګړه کې ونډه اخستې وی او د بشار اسد حکومت یي نسکور کړی وی. د سوریې له جګړې پنځه کاله تیریږي او په دې لړ کې اسد وکولای شول په یوآځې سره د ترکیې او عربي هیوادونو پر وړاندې ودریږي نو له دې مخې عربي هیوادونه له امریکا څخه تر ډيره خوښ نه ښکاري. که څه هم امریکا د اسد د کمزورتیا لپاره ډيرې هڅې وکړي خو عربو له امریکا غوښتل ترڅو د لیبیا په څير د اسد پر وړاندې هم په خپله لاس په کار او په نیغه توګه په جګړه کې ونډه واخلي.

د عربستان په مشری ایتلاف د یمن په جګړه کې هم ونشو کولای تر څو د امریکا ملاتړ ترلاسه کړي له یوې نیمې میاشتې راهیسې عربستان او ملګري هیوادونه یي په یمن کې په جګړه بوخت دي خو تر اوسه حتی په دې نه دي بریالی شوي ترڅو د حوثیانو د پرمختګ مخنیوی وکړي. د عربستان په مشری ایتلاف په دې موده کې پر یمن له دریو زرو ډیر هوایي بریدونه کړي خو په دې هیواد کې هیڅ شي بدلون نه دی کړی.

ریاض تر ډیره هڅه وکړه ترڅو په ټولو عربي هیوادنو کې خپله ماته پټه وساتي. د عربستان پادشاه کله چې پر یمن د بریدونو په تړاو نیوکې ډيرې شوې د کورنیو اختلافاتو سره یي د عربستان دفاع او کورنیو چارو وزیرانو ته چې د یمن د جګړې مشری یي کوله، ترفیع ورکړې او ددوی یي وستایل. خو ریاض په اصل کې د یمن په جګړه کې ځان ناکامه بولي. د اعرابو تر منځ دا احساس شتون لري چې امریکا ددې لپاره عربستان ته پر یمن د برید اجازه ورکړه ترڅو له دوی څخه خواشیني نشي او ددې جګړې په لړ کې یې له ایتلافه ملاتړ هم کړی دی.

د ریاض لپاره دا ماشوم ډوله خوشحالي د تحقیر په مانا ده، د خلیج فارس په څنډه کې عربي هیوادونه په دې آند دي چې له ایران سره د امریکا هوکړه ددوی موقف له ګواښ سره مخ کړی دی. دوی وایی باید امریکا او ایران ترمنځ ستونې لږې نشي او په همدي حال پاتې شي. خو له ایران سر د خبرو پر مهال امریکا دا وښوده چې له دې هیواد سره هوکړه شونې ده.

له دې ټولو سره امریکا اعلان کړی چې عربي هیوادونه تر اوسه هم د امریکا ملګري هیوادونه دي. دوی له عربي هیوادونو وغوښتل ترڅو په غونډه کې ګډون وکړي او امریکا غوښتل ددې غونډې پر مهال عربي هیوادونو ته ډاډ ورکړي چې د امریکا په بهرنی پالیسۍ کې کوم بدلون نه دی راغلی. امریکا ویلي د عرابو د اندیښنې د لرې کولو لپاره چمتو دی ترڅو دې هیوادونو ته ډیره وسله ورکړي او عربان خپل تل پاتې ملګري ور وپیژني.

له دې ټولو سره د خلیج فارس د ځنډې هیوادونه پر اوباما لږ باور او اعتبار لري. اوباما څو ځله ددې هیوادنو مشرانو ته ویلي، چې ستاسو پر وړاندې ګواښ بهرنیو نه بلکې کورنۍ دی او له عربي حکومتونو څخه د خلکو ناخوښي تر ټولو لوی ګواښ شمیرل کیږي. دوی په عربي هیوادونو کې د سمون راوستلو وړاندیز کړی. له دې سره امریکا په کراتو د عربي هیوادونو له لوري د تکفیري او ترهګریزو ډلو په رامنځ ته کولو نیوکه کړې ده او دا د عربي هیوادونو لپاره دمنلو او زغملو وړ نه ده. دوی په دې آند دي، څرنګه چې عربي هیوادونه په منځنۍ ختیځ کې د امریکا د تیلو او سیاست د ساتلو تضمین کونکي دي واشنګټن هم باید ددوی د حکومتونو د دوام او امنیت تضمین ورکړي.

ددوی په آند په عربي هیوادونو کې ناامنی او ګواښونه ددوی د حکومتونو د له منځه وړلو په موخه رامنځ ته شوي او امریکا ددې ګواښونو د له منځه وړلو لپاره له عربي هیوادونو سره په هغه ډول مرسته نه ده کړې څه ډول چې ښایي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *