د یمن په ګډون د منځني ختیځ په هکله د ایران او ترکیې د مشرانو نظر

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ایران ته د خپل سفر پر مهال ددې هیواد مشر آیت الله خامنه ای او ولسمشر حسن روحاني سره لیدلي دي. د ترکیې له ولسمشر سره د ایران مشر د سیمې یو شمیر هیوادونه په خیانت تورن کړل، چې خپلې شتمنۍ او امکانات یي د ترهګرو په واک کې ورکړي دي او د تکفیري ډلو رامنځ ته کولو ته یي لاره هواره کړې ده.

د ایران د مشر خبرو هدف ترکیه او هم عربي هیوادونه وو. دې هیوادونو په ځانګړې توګه ترکیې د بنسټپالو ډلو د رامڼځ ته کولو په برخه کې تر ډیره لاس درلود او دې هڅو پایله د داعش ا النصرې ډلو رامنځ ته کول ده. له دې سره د سوریې او ترکیې ګډې پولې ته نږدې د ترهګرو د روزنځایونه او مرکزونه رامنځ ته شول او په زرګونه وسله وال ترهګر د ترکیې له لارې سوریې ته ننوتل. سعودي عربستان هم له دې بهیره مالي ملاتړ کړی دی.

اردوغان په داسې حال کې ایران ته سفر وکړ چې د دواړو هیوادنو ترمنځ اړیکې خپلې وروستی کچې ته رسیدلې وې. ترکیې د یمن او سوریې د حالاتو پّ هکله پر ایران نیوکې کړې وې او ایران هم د سوریې او یمن ګاونډي هیوادونه په دې هیوادونو کې د جګړې په رامنځ ته کولو او له وسله والو ډلو د ملاتړ پّه هکله پّ سیمه ایزو هیوادونو نیوکې کړي دي.

خو هغه څخه چې اردوغان د ایران سفر ته اړ کړ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې وې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ شتون لري. د دواړو هیوادنو ترمنځ اړیکې راکړه وکړه پنځه لس میلیاردو ډالرو ته رسیږي په داسې حال کې چې د ایران د اټومي پلان خبر بریالی شوې کیدای شي ددې اړیکو کچه نوره هم لوړه شي. ددې سفر په لړ کې اقتصادي هوکړه لیک هم لاسلیک شو چې د دواړو هیوادونو ترمنځ یي د سوداګریزو اړیکو د ډیرښت ښکارندویي کوله.

پّ سیمه کې د ترکانو تګلاره د وړاند وینې وړ نه ده. ترکیې څو کاله مخکې او د محمود احمدي نژاد د واکمنۍ پر مهال د امریکا پر وړانډې د ایران له اټومي پلان څخه ملاتړ کاوه او په مصر کې یي د اخوان المسلیمین د حکومت پّ نسکورلو کې د سیمې او عربي هیوادونو ډیری نیوکې کولې چې ډیر نیوکې یي قطر او سعودي عربستان په لورې وې چې په دې سره د عربي هیوادونو پر وړانډې هیواد شمیرل کیده، خو اوس د یمن پر وړاندې د عربي ایتلاف غړی دی او د عربانو ملاتړ ته یي غاړه ایښې ده.

داسې ښکاري چې پّ سیه ایز واکمنۍ کې ترکان سرګردانه دي. هغه څه چې روښانه دي پّ سیمه کې د دوه ځواکمنو قدرتونو شتون دی. د قدرت یو لوری ایران ته چې له فلسطین، لبنان، سوریې، عراق او یمنه ملاتړ کوي. او دوهم عربستان چې ډيری عربي هیوادونه تري ملاتړ کوي او ترکیه نغواړي پّ سیمه کې ددې ددو قدرتونوتر سیوري لاندې راشي. د مصر په شرم الشیخ کې هم ولیدل شول ک چیرې عربي پوځ هم رامنځ ته شي نو ترکیه به د غیر عربي هیواد پّ توګه پّ دې ایتلاف کې ځای ونلري. له بلې خوا د عثماني افکار او په سیمه کې د ترکیې د واکمنۍ غوښټنه هم دې هیواد ته اجازه نه ورکوي چې له دې دوه قدرتونو له یوه سره یوځای شي.

ترکیه د خپل مشر لپاره اړینه ایدیولوژیکي توجیه نلري او د نوي مانورو وړتیا هم پکې نه تر سترګو کیږي. ترکان د عثماني میراث له مخې نشي کولای ګام پورته کړي ځکه دا میراث د ترکیې پّ سیکولار کې او له ناټو سره په اړیکو کې ځای نلري او نشي کولای په سکولاریستي فضا سره په اسلامي نړۍ کط رول ولري. دا دوه لارې ددې لامل شوې ترڅو ترکیه د ورځې د حالاتو له مخې ګام پورته کړي او ددې هیواد په پریکړو کې بیړې لیدل کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *