په پکتیکا ولایت کې دری وسلوال طالبان وژل شوي دي
په پکتیکا ولایت کې دری وسلوال طالبان وژل شوي دي
د پکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې تیره ورځ دوشنبه د امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته رامنځ ته شوې چې له امله یې دری وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د پکتیکا ولایت سرپرست امنیه قومندان سمونوال نثار احمد عبدالرحیمزي په دې اړه وویل چې پیښه د مټاخان په ولسوالۍ کې د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته رامنځ ته شوه.
عبدالرحیمزي وویل چې د پولیسو د یو کمین په ترڅ کې د مټاخان ولسوالۍ په شنک سیمه کې یاد دری تنه وسلوال په مخامخ نښته کې وژل شوي چې د پولیسو لاس ته یو شمیر مهمات هم ورغلي دي، د نثار احمد په خبره چې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
د نوموړي په وینا چې د وژل شویو جسدونه هم د جګړې په ډګر کې پاته شوي او همدارنګه امنیتي ځواکونو ته ، یو راکیټ انداز، دوه میله کلاشینکوف او دوه عرادې موټرسایکلونه هم په لاس ورغلي دي.
همدارنګه د یادي پیښي په تړاو د ښرني د ملکي روغتون یو تن کارکوونکې هم خِرد انلاین ته د نوم نه ښوودلو په شرط وویل چې دوی ته له یادي نښتي وروسته دری جسدونه وروړل شوي، چې د سرې میاشتي په مرسته د هغوی کورنیو ته سپارل شوي دي.
د یادي پیښي په تړاو وسله والو طالبانو رسنیو ته تر اوسه څه نه دي ویلي