د عربستان پر «ابها» هوایي ډګر باندې د یمنیانو دویم ځلې برید
د عربستان پر «ابها» هوایي ډګر باندې د یمن د فوځ دویم ځلې برید ددغه هوایي ډګر د ټولو الوتنو د بندیدو لامل وګرځید.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،یمني ځواکونو نن سهار ( غبرګولي ۲۷) یو ځل بیا د «ابها» هوایي ډګر په نښه کړ.
المسیره ټلویزوني شبکې په یوه راپور کې راوړي دي چې د یمن فوځ او ددغه هېواد ولسي کمیټو د قاصف k 2 بې پیلوټه الوتکو څخه په کار اخیستنې سره دغه هوایي ډګر په نښه کړی دی.
په راپور کې راغلي دي چې له برید وروسته د «ابها» هوایي ډګر ټول پروازونه لغوه شوي دي.
د تیرو دوه اوونیو په جریان کې د «ابها» او«جیزان» هوایي ډګرونه څو ځله د توغندیو په وسیله په نښه شوي دي.