ننګرهار کې ترافیکي پیښې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د ننګرهار چارواکي وایې د ننګرهار مرکز اړوند غازي امان الله خان ښارګوټي سره نږدې د ترافيکي پېښې له امله درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور ټپيان شوي دي.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې؛ دننګرهار ولایت مطبوعاتي د فتر وایې د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار نهمې ناحيې اړوند غازي امان الله خان ښارګوټي ته څېرمه نن یکشنبه د غبرګولي په ( ۲۶) نیټه سهار شاوخوا اووه نيمې بجې د مارسډیز او الټو موټر د جنګيدو په پېښه کې درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور تنه نور ټپیان شوي.
د نهمې حوزې پولیسو د معلوماتو له مخې په دغه پېښه کې د يوې ماشومې په ګډون درې تنه مړه شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
ټپيان د درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته ليږدول شوي، چې روغتيايي وضعيت يې نازک ښودل شوی دی .
د یادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندې هم د کابل جلال اباد په لویه لاره د لغمان وریښمین تنګي سیمه کې یو موټر سیند ته غورځیدلی و چې په کې څلورو تنو خپلو ژوند له لاسه ورکړی.