د طالبانو پر پټن ځایونو باندې د هوایي بریدونو سره د کرزي مخالفت

د هېواد جمهور رئیس په داسې حال کې په هېواد کې د هوایي بریدونو سره مخالفت ښودلی چې کورنۍ او بهرنۍ امنیتي ادارې د وسله والو طالبانو پر مواضعو دغه ډول بریدونه ترسره کوي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،حامد کرزي هوایي نظامي عملیات د سولې د هڅو سره په ټکر کې ګڼلي او ورسره یې مخالفت کړی دی.

د پخواني جمهور رئیس د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې «جمهور رئیس ددې تر څنګ په هېواد کې د ملکي وګړو د تلفاتو په زیاتیدو هم ژوره اندیښنه ښودلې ده.»

حامد کرزي د نظامي عملیاتو سختیدل د سولې د هڅو سره په مطلق ټکر کې ګڼلي او د افغانستان د حکومت او امریکا څخه غواړي چې پرته له ځنډه دې د سولې لپاره دوه ګونې او متناقض سیاست ودروي.

خبرپاڼې د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په «شیوان» کلې کې د بهرنیو ځواکونو هوایي بریدونو ته په اشارې سره دغه برید په کلکه غندلی او راوړي یې دي چې دغه عملیات د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل ګرځیدلي دي.

له دې وړاندې هم کرزي د جمهوري ریاست پر مهال او له هغې وروسته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کلکه نیوکه کړي وه.

دا په داسې حال کې ده چې بهرنیو او کورنیو ځواکونو د طالبانو پر پټن ځایونو باندې هوایي بریدونه د دولت د مخالفینو په ځانګړې ډول وسله والو طالبانو د له مینځه وړلو یوازینۍ اساسي لار بللي ده او ټینګار کوي چې بریدونه یې د طالبانو پر پټن ځایونو ترسره کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *