عربستان ته د یمن جدې خبرداری، د عربستان پر هوایي ډګرونو بریدونه
د یمن فوځ د عربستان د «ابها» او «جیزان »هوایي ډګرونه تر توغندیزو بریدونو لاندې نیولي او د سعودي ایتلاف ته یې خبرداری ورکړی چې عربستان دې دردونکو بریدونو ته په انتظار وي.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د یمن د نظامي ځواکونو ویاندجنرال «یحیی سریع» په خبرې کنفرانس کې څرګنده کړه چې عربستان باید دردونکو بریدونو ته په تمه اوسې.
نوموړي څرګنده کړه چې که چیرې د سعودي ایتلاف د یمن محاصرې ته د پای ټکی کینږدي؛په زیاتو پراخه بریدونو سره به عربستان وګواښې.
سریع زیاته کړه چې د یمن بې پیلوټه الوتکې په زیاتو اهدافو بریدونه په پام کې لري او دغه بریدونه به زور پیدا کوي.
د یمن د نظامي ځواکونو د مالوماتو پر اساس ،د «ابها»او«جیزان »هوایي ډګرونه یې د شپې په نیمایي حیصه کې د «قاصف K2»بې پیلوټه الوتکې په وسیله په نښه کړي دي.
نوموړي څرګنده کړه چې د عربستان د بې پیلوټه الوتکو د لارښوونې او کنټرول خونه له مینځه وړل شوي او د «ابها» هوایي ډګر کې یې د اور وژنې مرکز په نښه کړی دی.
په ورته وخت کې،سعودي ایتلاف هم دعوه کړي چې د «ابها»په فضا کې یې یو توغول شوی بالستیک توغندی له مینځه وړی دی.