د پاکستان په سفارت کې د خلکو د وهنې ټکونې د عامل نېول کېدل
د کورنیو چارو وزارت د هغه پولیس د نیول کېدو خبر ورکوي چې په پاکستان سفارت کې به یې خلک وهل ټکول او هغوې ته به یې بې احترامي کوله.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،ددغه پولیس سرتیري له خپاره شویو انځورونو څخه مالومیږي چې نوموړی یو سپین ږیری په ډېرې بې رحمۍ سره ځمکې ته غورځوي او د نور کسانو بې احترامي کوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي دي چې:«له پولیسو منسوبینو څخه یو تن محمداجان چې د دندې پر مهال یې زمونږ د څو تنو درنو هېوادوالو بې احترامي کړي او هغوې یې وهلي ټکولي وو ،نیول شوی دی.»
د نوموړي پر وینا،موضوع یې د جدې څیړنو لاندې نیولې او له نوموړي څخه یې پلټنې پیل کړي دي.
ددې پولیس سرتیري د بې احترامۍ د انځورونو خپریدل پر ټولنیزه میډیا د خلکو له جدې غبرګون سره مخ شول او یو شمېر کسانو د دا ډول کړنو اصلې لامل د پولیس سرتیرو بې سوادې وګڼله.