د ډالر پر وړاندې د افغانۍ سقوط هماغسې دوام لري

د تیرې اوونۍ په نسبت د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت بیا هم کموالی موندلی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د اقتصادي برخې د راپور له مخې،د کابل د نن ورځې ( غبرګولي ۲۶) په بازارونو کې  افغانۍ د تیرې اوونۍ په نسبت  نږدې ۵۰ پوله (۰،۵افغانۍ) کموالی موندلی دی.

تیره اوونۍ د کابل په بازار کې د ډالر په وړاندې د افغانیو ارزښت د ۷۹.۶۰ افغانیو سره برابر وو چې نن ورځ دغه شمېر ۸۰.۱۵ افغانیو ته رسیدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو اوونیو کې مرکزي بانک د کابل بازارونو ته دوه ځل د ډالرو د لیلام کیدو اقدام ترسره کړی وو.

د نورو بهرنیو پیسو په وړاندې د افغانیو بیې په دې ډول دي:

یو ډالر د ۸۰.۱۵ افغانیو سره برابر

یوه یورو د ۸۹.۷۰ افغانیو سره برابر

یو انګلیسي پونډ د ۱۰۰ افغانیو سره برابر

یو سعودي ریال د ۲۱.۲۵ افغانیو سره برابر

د اماراتو یو درهم د ۲۱.۷۰ افغانیو سره برابر

زر ایراني تومان د ۶ افغانيو سره برابر

زر هندې کلدارې د ۱۱۴۰ افغانیو سره برابر

او زر پاکستانۍ کلدارې د ۵۲۶ افغانیو سره برابري تبادله کیږي.

د کابل د اسعارو د بازار د مالوماتو له مخې،د افغانیو او نورو بهرنیو اسعارو بیې هره ورځ د تغییر په حال کې دي.

د افغانیو ارزښت په داسې حال کې د سقوط سره مخ دی چې په دې وروستیو کې مرکزي بانک د هېواد د پولې زېرمو د زیاتیدو خبر ورکړی دی او تیره اوونۍ یې هم د خپل همیشني غلط سیاست پر بنسټ،یو اندازه ډالر په بازار کې لیلام کړل.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *