د رسنیو ګته او زیان

په افغانستان کي له ۲۰۰۱ کال راهيسي د رسنيو خپلواکي له لويو لاسته ر اوړنو څخه شميرل کيږي. دا لاسته راوړنه دومره لويه ښودل کيږي چي د نوي نظام تر ټولو د وياړډکه او مهمه لاسته راورنه بلل شوې ده. خو تر اوسه څه چي ويل شوي ټول د رسنيو د صفتونو په هکله دي او ددي رسنيو پر منفي اړخ نه نيوکه شوي او نه هم تر اوسه تري يادونه

په افغانستان کې د رسنیو درلودل ډيری زیانونه رامنځ ته کړې دي. د رسنیو لومړی آفت د هیواد له اساسي قانون سره دوه ګونی چلند دی. په افغانستان کې په آزاده توګه د رسنیو رامنځ ته کیدلو مشروعیت د نوي نظام او اساسي قانون لاسته راوړنه ښودل کیږي. خو د رسنیو له خپرونو داسې ښکاري چې ځینې یي د اساسي قانون یوې برخې ته ژمنې دي او ددې قانون لویه برخه یې له پامه غورځولې ده او په کراتو ترې سرغړونې لیدل شوي دي.

د قانون په هکله بیغوري، سیاسي ګټه اخستنه او سوداګري ددې لامل شوې ترڅو یو شمیر رسني د قانون له مخې د وینا له خپلواکیه شخصي او سیاسي ګټې پورته کړي او د بهرنیو د قدرتي کانون څخه ملاتړ وکړي او پر ملي ګټو سترګې پټې کړي. د قانون پر وړاندې چلند ددې لامل او داسې سمون ورکړل شوی که چیرې د رسنۍ موخه یا تګلاره د ځواکمنو او بډایو کسانو په ګته وه نو قانوني تګلاره یي خپله کړې او حق په جانب وي خو که چیرې په دې برخه کې د رسنیو له لوری کومه نیمګړتیا رامنځ ته شي له نظره او قانونه لویږي.

په افغانستان کې د رسنیو دوهم زیان د ډول ډول غږونه پورته کیدل دی. د یو شمیر رسنیو له لوري اسلامي احکامو ته نه پاملرنه د زیانونو رامنځ ته کونکي ده. ځینې رسنۍ تر ډیره هڅه کوي ترڅو د خلکو کلتوري ارزښتونه کمزوري کړي او دا ددې لامل شوی ترڅو ځینې کسان د ټولنیزو اخلاقو اوآدابو پر وړانډې بیغوره پاتې شي او دا بې پروایي وده وکړي.

د اساسي قانون له موادو چې د دې قانون آمره قواعد شمیرل کیږي، دریمه ماده ده چې د اسلامي ارزښتونو په خلاف هر ډول کړنه او ګام د منلو وړ نه دي خو له دې سره رسنۍ په ویه او بل لوري روانې دي او د اخلاقو، د ټولنې سلامتیا او نورو کلتوري او اسلامي ارزښتونو ته یي ګواښ پیښ کړی دی. او ددې رسنیو له لوري داسې خپرونې خپریږي چې د افغان ولس له کلتور دود اواسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

له اخلاقو ور هخوا د خپرونو   خپرول او په رسانه داری کې ابتذال کار هغه ځای ته رسولی چې زمونږ کلتوري حرمت یي زیانمن کړی دی.

د رسنیو بیلګه له مسولیت پرته اجاره یي تګلاره خپله کړې چې اخلاقي او ټولنیز ارزښتونه تر پښو لاندې کوي. ابتذال او لذت پالنه د یو شمیر رسنیو له لوري خپریږي او د خپریدو په حال کې ده.

په هماغه کچه چې اساسي قانون د دموکراسۍ، ولسواکۍ او د بشر حقونو ارزښتونه په ځان کې ځای کړي په هماغه کچه یي بلکې له دې ډير د اسلامي، ټولنیز اخلاقو، امنیت او کلتوري ارزښتونو پر ساتلو ټینګار کړی دی. ځکه د دیني قانون جوړونې له مخې، دا تول د انساني حقونو، د کس له کرامته نیولې بیا تر ولسوالکی او ارزښتیا د دین په کړۍ کې راځي او دا دوه د یوه بل سره په ټکر کې نه دي. خو یو شمیر رسنۍ د اساسي قانون په ښکاره او روښانه کرښو سره دوه ګونۍ چلند کوي او حکومت هم نشي کولای او یا نه غواړي ددې ډول رسنیو د خپرونو مخنیوی وکړي.

د اساسي قانون پرخلاف د رسنیو دوهم ناځوانه چلند او د هیواد حالاتو ته په کتو سره وضعیت د ملی ګټو پر ځای د شخصي ګټو خپرول دي. له دوی څخه ځینې یي ملي ګتې د خپلو ګټو له مخې ویني چې کیدای شي ډیری یې لاروښونې او د بهرنیانو د ګټور له مخې او د ملي ګټو پر خلاف وي.

ددې تعاریفو له مخې رسني په بشپړه توګه د ملي ګټور پر وړاندې او د ارزښتونو ته سرغړونکي ښکاري.

بیلا بیلې ډلې له هغه څه چې دي ډيرې لویې ښکاروي، ځينې ګواښونه چې د یوه کاغذ پرته بل اهمیت نلري د بهرنیانو په خوښه لوی ښکارول کیږي تر هغې کچې دا ډول مسلې چې اهمیت هم نلري تر هغه لویه وي چې هیواد هر څه له ګواښ سره مخ کوي او کولای یي شي او هغه مهال بیا نیوکې هم کوي. بې باوره تکنوکراتان د ارزښتونو پر وړاندې ځیرې رامنځ ته کوي د ملي ارزښتونو او د بدنامولو لپاره یي هم لاس په کار کیږي. رسانه داري چې یو شمیر یي غیر حقیقي خپرونې چې یواخې د ورځینیو ستونزو او هیا هوی لپاره په لاره اچول کیږي خپل مخاطبین د ټولنې له لویو ګواښونو څخه بې خبره پریږدي او اوس همداسې یوه فضا د هیواد په رسنیو حاکمه ده.

د رسنیو مسولین او حکومت باید د خپلو دندو پر مهال مسولیت منونکي وي ترڅو په دې سره هم د حکومتي چارواکیو د سرغړونو مخنیوی وکړی شي او هم ټولنې، ملي ګټو، او ارزښتونو ته درناوی وشي او په دې سره به خلکو د کلتور، دود، اخلاقو او ټولنیز امنیت هم خوندي شي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *