سعودي عربستان يمن کې خوشه يي بمونه کارولي
سعودي عربستان يمن کې خوشه يي بمونه کارولي
دا بمونه ۱۱۶ هېوادونو په يوه تړون کې منع ګڼلي دي خو امريکا او د سعودي عربستان د دې تړون غړي نه دي
د بشري حقونو فعالان وايي سعودي عربستان او اېتلافي ځواکونو يې په يمن کې خوشه يي بمونه کارولي. دا بمونه د نړۍ په زياتو برخو کې بند دي.
د بشري حقونو ټولنه وايي “اسناد لرو چې سعودي عربستان د حوثي ياغيانو پر وړاندې دوه ځله خوشه يي بمونه کارولي دي”. خو په دې اړه د مرګ ژوبلو راپورونه نه دي راغلي.
خوشه يي بمونه واړه واړه بمونه شيندي او کېدای شي ناچاودېدلي تر خاورو لاندې پاتې شي.
۱۱۶ هېوادونو په يوه تړون کې د دې بمونو استعمالول منع ګنلي خو ويل کېږي امريکا او د سعودی عربستان پوځي ايتلاف غړو دا تړون نه دی لاسليک کړی.
د بشري حقونو ټولنه وايي د خوشه يي بمونو يوه پېښه د العمار په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
ټولنې ددغو بمونو ويډيو او تصويرونه ښودلي کوم چې د امريکا له خوا سعودي عربستان ته ورکړل شوي دي.
سعودي عربستان وايي خوشه يي بمونه يې نه دي کارولي. د بشري حقونو ټولنې په وينا د سعودي پوځ وياند ويلي “موږ به په هېڅ صورت کې خوشه يي بمونه استعمال نه کړو”
سعودي عربستان د حوثي ياغيانو پر وړاندې هوايي بريدونه کوي هغو چې د يمن پلازمېنه صنعا نېولې او ولسمشر يې سعودي ته تښتېدلی.
سعودي عربستان غواړي ولسمشر عبد ربه منصور هادي بېرته واک ته ورسوي.
د شنبې پر ورځ حوثيانو غيانو له ملګرو ملتونو غوښتي وو چې سعودي عربستان دې پرې هوايي بريدونه ودروي.
د ملګرو ملتونو د يوه راپور له مخې يمن کې د کړکېچ له کبله په تېروشپږو اوونيو کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۰۰۰۰۰ نور بې ځايه شوي دي