په «قره باغ» کې د اوربند پر سر نوې هوکړه

ارمنستان اعلان کړی چې د «قرباغ»سیمې پر سر د جګړې د پای ته رسیدو لپاره د روسیې او اذربایجان د مشرانو سره هوکړې ته رسیدلی دی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د ارمنستان لمړي وزیر «نیکول پاشینیان» په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې د روسیې او اذربایجان د مشرانو سره د نوې پړاو اوربند لپاره یوې هوکړې ته رسیدلي دي.

په بیانیه کې راغلي دي چې په دې تړاو د روسیې او اذربایجان سره هوکړه لیک لاسلیک شوی دی او د ارمنستان د لمړي وزیر او خلکو لپاره پکې ډېر سختې پریکړې ترسره شوي دي.

نوموړي څرګنده کړه چې«دغه پریکړه یې د نظامي وضعیت د ژور تحلیل او څیړلو او هغه اشخاصو د ارزونې په صورت کې ترسره کړې چې هغوې په ښه ډول وضعیت ته پاملرنه کوي.»

د ارمنستان لمړی وزیر په دې باور دی چې په قره باغ کې د جګړې د بندیدو او اوربند پریکړه زما او زمونږ هېواد لپاره ډېره دردونکي ده.

همدارنګه کرملین ماڼۍ هم اعلان کړی چې ولادیمیرپوتین،الهام علي اوف او پاشینیان په قره باغ سیمه کې د اوربند لپاره ګډه اعلامیه لاسلیک کړې ده.

د روسیې د جمهور رییس په خبره،د قره باغ کوهستاني په سیمه کې به د سولې د ساتلو لپاره ځواکونه ځای پرځای شي او نوی اوربند به د قره باغ د اوږدې مودې ناورین لپاره د اړینې حل لارې شرایط رامنځته کړې.

د پوتین د څرګندونو له مخې،نوی اوربند به له نن سهار وختي(لړم ۲۰) څخه اجرا شي چې پر بنسټ به یې په قره باغ کې ټول نظامي عملیات بند شي او د سږ کال د نومبر د میاشتې تر شلمې پورې به د «آغدام»ولایت د کنټرول چارې آذربایجان ته حواله شي.

په قره باغ کې د تازه جګړو د راپیل کېدو څخه راپدیخوا په دغه سیمه کې د جګړې د بندیدو په موخه درې هوکړه لیکونه ترلاسه شوي؛مګر ټول د دواړو لوریو د تورونو له کبله د اوربند په نقض سره له ماتې سره مخ شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *