د اتریش په پلازمینه کې خونړي بریدونه

یو شمېر وسلوالو بریدګرو په هم مهاله ډول د اتریش د پلازمینې «ویانا»ښار په مختلفو برخو کې وسله وال بریدونه ترسره کړي دي.

د اتریش پولیس وایي چې دغه «ترهګریز» بریدونه د څو وسلوالو کسانو له لورې د ویانا ښار په مختلفو برخو کې ترسره شوي دي.

د اتریش د پولیسو پر وینا،په دغه بریدونو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

رویټرز د اتریش د پولیسو څخه په نقل راوړي دي چې د وژل شویو کسانو د زیاتیدو په اړه اندیښنې شتون لري.

د اتریش لمړی وزیر «سباستین کورتسن» وایي یو تن بریدګر د پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی.

د یوه برید موخه د ویانا جامع کلیسا وه چې د اتریش په پلازمینه کې د یهودیانو عبادت ځای دی او د هغه ساتونکی پولیس د برید په جریان کې ټپي شوی دی.

د فرانسې جمهور رییس، امانویل مکرون،ددې بریدونو په غبرګون کې په خپل ټویټر د اروپایي هېوادونو څخه غوښتي دي چې دغه ډول بریدونو ته «تسلیم» نه شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *