د ایران پر وړاندې د امریکا د وسلو ضد پریکړه لیک ماتي و خوړه

د ایران پر وړاندې د امریکا ضد پریکړه د ملګرو ملتونو په سازمان کې پر زیاتو مخالفو رایو سره تصویب نه شوه.

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالي برخې د راپور له مخي،د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا پرون ماښام په مجازي بڼه پر ایران د امریکا د وسلو د نامحدوده بندیزونو پریکړه لیک رایه اچونې ته کیښود.

دغه پریکړه لیک  په امنیت شورا کې د یوازې دوه موافقو رایو په مقابل کې د ۱۱ تشو او دوه مخالفو رایو سره له تصویب کېدو پاتي شو.

امریکا او ډومینیک جمهوریت دغه پریکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه،چین او روسیې مخالفه رایه وکاروله او پاتې غړو سپینې رایي وکارولې.

د دې رایه اچونې پایلې د پریکړه لیک د تصویب په برخه کې د امریکا د څو میاشتو هڅې بې ارزښته ښکاره کوي؛هغه پریکړه لیک چې د چین او روسیې له سخت مخالفت سره مخ شو.

ویل کیږي چې ددې پریکړه لیک تصویب د ۱۵ رایو له جملې څخه لږ تر لږه د ۹ رایو ترلاسه کولو ته اړتیا درلوده او د وټو (منفي رایه) نه ترلاسه کول د دایمي غړو له لوري وو.

د نږدې درې کاله اقتصادي ترهګرۍ پر تیریدو سره،امریکایانو په مختلفو برخو کې هڅه کړې د عامه افکارو پر تحریکولو او دا چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې  د د ایران پر ضد د خپلو موخو د لاسته راوړلو بشپړ حق یې درلود،هڅه کوله چې د پریکړه لیک تصویبولو لپاره یوه حل لاره هواره کړي چې د ایران د متعارفو وسلو د پیر او پلور یې نښه ګرځولي ده.

د ۲۲۳۱ پریکړه لیک پر اساس چې پرله پسې د وسلو تړون د تصویب لپاره امنیت شورا ته ورسید،پر ایران د وسلو بندیز ۱۳ کاله وروسته  د سږ کال د تلې د میاشتې پر ۲۷ مه پاې ته رسیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *