په لاس انجلیس کې فوق العاده او بیړنی حالت

په لاس انجلیس کې د نا ارامیو او اعتراضونو په سختیدو سره امنیتي چارواکو په دغه ښار کې فوق العاده او بیړنی حالت اعلان کړ.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې د امریکا د پولیسو له لورې د تور پوستي سړي جورج فلوید له وژل کېدو وروسته په لاس انجلیس ښار کې اعتراضونو او نا ارامیو زیاتوالی موندلی دی.

ددې اعتراضونو په تعقیب د کالیفرنیا ایالت د پولیسو قومندان«ګاوین نیوسام» په لاس انجلیس کې بیړنی حالت اعلان کړی دی.

همدغه راز په یوه بې سارې اقدام سره د کالیفرنیا ټول پولیس ددغه ښار پر سړکونو باندې د معترضینو پر وړاندې د مقابلې لپاره ځای پر ځای شوي دي.

ویل کیږي چې له تیرې ورځې څخه د امریکا ملې ګارد ددغه هېواد په ۱۲ ایالتونو او «کلمبیا» سیمه کې د معترضینو د ځپلو لپاره د پولیسو سره د همکارې په موخه لاس په کار شوي دي.

د میناپولیس د ښار پولیسو هم د مرچو د  سپرې،اوښکې بهوونکي ګاز او پلاستیکي ګلولو په مرسته په لاریون کوونکو حتی خبریالانو باندې هم بریدونه کړي دي.

له بلې خوا ،اسوشیټډپرس خبرې اژانس هم راپور ورکړی دی چې په متحده ایالتونو کې د روانو اعتراضونو په جریان کې د نیول شویو کسانو شمېر هم ۴۱۰۰ تنو ته لوړ شوی دی او د نښتو او اعتراضونو په لړ کې پینځه تنه وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *