په امریکا کې بیړنی حالت اعلان شو
د امریکا جمهور رییس په بې ساري ډول د کرونا ویروس د خپریدو له امله په ټول هېواد کې بیړنی حالت اعلان کړ.
د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،ډونالډ ټرمپ،په سپینه ماڼۍ کې د تیرې شپې په خبرې ناسته کې په هېواد کې فوق العاده بیړنی حالت اعلان کړ.
ټرمپ اعلان وکړ چې د بیړني حالت په اعلان سره ټول خنډونه لرې شوي او خلکو لپاره به غوره درملنه چمتو شي.
له دې وړاندې د اروپا څخه امریکا ته هم د یوې میاشتې لپاره ټولې الوتنې ځنډول شوي وي.
اوس مهال د واشنګټن په ګډون د امریکا په ۴۸ ایالتونو کې ۱۹۲۰ کسان د کرونا په ویروس (کوید۱۹) باندې اخته شوي او لږ تر لږه ۴۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.