په هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پیښې ۱۰ ته ورسیدې
په درې نورو ولایتونو کې د کرونا ویروس د درې مثبتو پیښو په ثبتیدو سره په ټول هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمېر لس تنو ته ورسید.
د خاورمیانه خبرې اژانس د روغتیا د برخې د راپور له مخې،دا درې مثبتې پیښې د بلخ،سمنګان او کاپیسا په ولایتونو کې ثبت شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند، وحیدالله مایار وایي چې د دې درې پیښو په ثبتیدو سره په هېواد کې د کرونا ویروس(کوید ۱۹) د مثبتو پیښو شمېر ۱۰ ته رسیدلی دی.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، تر اوسه پورې په لابراتوارونو کې ۱۸۱ مشکوکې نمونې ټیسټ شوي چې د لس نمونو پایلې مثبتې او ۱۷۱ نمونې ( د دایکندي، پروان او پکتیا په ګډون) منفي شمېرل شوي دي.
دې وزارت ویلي دي چې ۵۲ نورې مشکوکي نمونې د لابراتواري څیړنو څخه لاندې دي چې پایلې به یې وروسته اعلان شي.