د سوریې د فوځ له لورې د صهیونیستي رژیم د هوایي برید دفع کیدل
د سوریي د دفاعي فوځ ځواکونو، پر دمشق د صهیونیستي رژیم هوایي برید دفع کړ.
د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،نن سهار وختي(کب ۵) د سوریي د فوځ هوایي سیستم د جولان له سیمې د دمشق په فضا کې د صهیونیستي رژیم توغندیز برید دفع کړ.
سیمه ایزو سرچینو هم اعلان وکړ چې د صهیونیستي رژیم جنګي الوتکو د دمشق د هوایي ډګر خوا اوشا اهداف په نښه کړي وو.
له بله پلوه د صهیونیستي رژیم د فوځ ویاند،په خپل ټویټر ولیکل چې ددې رژیم فوځ په سوریه او د غزې په مختلفو برخو کې د اسلامي جهاد جنبش اړوند مرکزونو باندې د بریدونو لړۍ ترسره کړي ده.
سانا خبرې اژانس راپور ورکړی دی چې توغول شوي توغندي په خپلو اهدافو کې ناکام پاتي شوي دي.
دا برید د فلسطین د اسلامې جهاد جنبش د القدس د نظامي څانګې له توغندیز برید وروسته د غزې په شاوخوا ښارګوټو کې ترسره شوی دی.