په هرات کې د «کرونا» ویروس خپریدل تکذیب شو
د هرات ولایت روغتیایي او سیمه ایز چارواکي په دغه ولایت کې د «کرونا» ویروس د پیښې ثبتیدل ردوي او دغه یوه اوازه ګڼي.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،نن سهار( کب ۳) ویل کیدل چې په هرات کې د کرونا ویروس (۱۹ کووید) یوه پیښه ثبت شوي ده.
مګر د هرات والي او روغتیایي چارواکو دغه خبر رد کړی او یوه اوازه یي بللي ده.
د هرات ولایت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې «په هرات کې د کرونا ویروس د یوې مثبتې پيښې په اړه د یوې ملې رسنۍ راپور حقیقت نه لري ».
د خبرپاڼې څخه په نقل،تر اوسه په هرات کې د کرونا ویروس هیڅ مثبته پیښه لیدل شوي نه ده؛ مګر د هرات ولایت په ځمکني او هوایي سرحدونو کې ددې ویروس د احتمالي رانتقالیدو لپاره جدې اقدامات نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له چین پرته په ایران کې هم د کرونا ویروس تازه پیښې ثبت شوي او د راپورونو پر اساس په دې وایروس اخته ۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۸ تنه ایرانیان پرې اخته شوي دي.