په بغداد کې د امریکا سفارت ته نږدې تازه توغندیز برید
د عراق په پلازمینه بغداد ښار کې یو ځل بیا د امریکا سفارت د توغندیز برید هدف وګرځید.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،نن سهار(سلواغې ۲۷) په بغداد کې د امریکا سفارت ته نږدې د څو درنو چاودنو غږونه اوریدل شوي او ددغه ښار له شنې سیمې څخه د خطر غږ اوریدل شوی دی.
د عراق الحره خبرې اژانس په خپل راپور کې راوړي دي چې د عراق د شنې سیمې پر اطرافو لږ تر لږه درې توغندي غورځیدلي دي.
د عراق ځیني دولتي سرچینو ویلي دي چې د امریکا د سفارت احاطه ددې توغندیز برید هدف ګرځیدلي ده او له برید وروسته امریکایي هلیکوپټرو پر دغو سیمو پروازونه کړي دي.