په کندز کې د طالبانو په برید کې د ملې اردو ۵ سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

د ملې دفاع وزارت وایي چې د کندز ښار په مربوطاتو کې د ملې اردو پر پوسته باندې د وسله والو طالبانو په برید کې ۵ تنه سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې تنه ټپیان شوي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د ملې دفاع وزارت د نن ورځې( سلواغې ۲۸) په خبرپاڼه کې راغلي دي چې طالبانو د کندز ښار د «شوره خاک» په سیمه کې د ملې اردو پر امنیتي پوسته برید کړی دی.

خبرپاڼې راوړي دي چې دغه برید د هوایي ځواکونو په ملاتړ په شا تنبول شوي ده؛ مګر د برید په جریان کې د اردو پینځه سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

ملې دفاع وزارت وایي چې د مرستندویه ځواکونو په رسیدو او هوایي بریدونو پر ترسره کیدو سره طالبانو ته درانده تلفات اوښتي؛ مګر دقیقې شمېرې یې وړاندې شوي نه دي.

په ورته وخت کې د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې په دې برید کې د ملې اردو ۱۹ سرتیري وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي،دغه ادعا د دفاع وزارت له لوري رد شوي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *