په کابل کې د معتادینو تر منځ په نښته کې؛ ۹ کسان ووژل شول

د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د معتادینو تر مینځ په وسله واله نښته کې ۹ تنه معتادین وژل شوي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه وړمه شپه د «قرغ» د غره په لمنه د«قلعه مسلم » په سیمه کې د معتادینو تر مینځ رامنځته شوي ده.

د کابل د پولیسو ویاند، فردوس فرامرز وایي،چې دغه نښته د روږدو کسانو تر مینځ په غیر رهایشي سیمه کې رامنځته شوي ده چې معتادین پکې د شپې لخوا راټولیږي.

نوموړي څرګنده کړه چې په دې نښته کې ۹ تنه روږدي کسان وژل شوي او یو بل تن ټپي شوی دی.

فرامرز روښانه کړه چې جسدونه یې عدلي طب ته لیږدول شوي او قضیه تر څیړنې لاندې ده ،او علت یې لا تر اوسه مالوم نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *