د کرونا وایروس قربانیان ۱۰۰۰تنو ته ورسیدل

د چین دولت د کرونا وایروس د قربانیانو تازه شمېرو په وړاندې کولو سره اعلان وکړ چې پر دې وژونکي وایروس د اخته کیدو په پایله کې زر تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د چین دولت نن( سلواغې ۲۲) د کرونا وایروس د تازه قربانیانو شمېر اعلان کړي دی.

د وړاندې شویو شمېرو پر اساس،یوازې  تیره ورځ په چین کې ۱۰۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ددې وژونکي وایروس د قربانیانو شمېر تر زر کسانو پورې رسیدلی دی.

همدارنګه ویل شوي دي چې په دې وایروس د اخته شویو کسانو شمېر ۴۲۶۰۰ تنو ته رسیدلی دی.

د چین دولت اعلان کړی دی چې ددې وایروس منشا د «اووهان» په ښار کې د سمندري خوړو پلورنځي دي چې د چین  لویو ښارونو ته یې سرایت کړی دی.

په ورته وخت کې د اروپا او شمالي امریکا له ډلې له د نړۍ په شلو هېوادونو کې پر دې وایروس له سلو زیات کسان اخته شوي دي او امریکا،تایلینډ،جنوبي کوریا،جاپان،اسټرالیا،پاکستان،فرانسه،او کاناډا هغه هېوادونه دي چې پکې پر وایروس اخته کیدل راپور شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *