په سالنګ کې د ټیلري موټرو تګ راتګ بند شو
په سالنګونو کې د واورې سره یوځای طوفان له امله د سالنګ لویه لار د ټیلري موټرو د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د تیر ماښام راهیسې د سالنګ تونل په دواړو اړخونو کې د واورې اورښت پیل شوی او ممکن تر صبا پورې به دوام ولري.
د سالنګونو د حفظ او مراقبت ریاست وایي چې د واورې سره مل طوفان له امله د لوې لار سړک په بشپړ ډول د ټیلري موټرو پرمخ تړل شوی دی.
د سرچینې پر وینا نور مسافر وړونکي او باروړونکي موټرې کولای شي چې د وسایلو په رعایت کولو سره کولای شي په دغه لار تګ راتګ وکړي.
د سالنګونو د حفظ او مراقبت چارو ریاست د اعلان پر بنیاد، دم ګړۍ د عمومي لارې وضعیت پر دې ډول دی:
د لیدلو سیمه: ۱۰۰ متره
د باد چټکتیا:په ثانیه کې ۱۳ متره
رطوبت:۹۹%
د هوا یخښوالی: ۱۰- سانتي ګیراد درجه
د سړک پر فرش کنګل: شاوخوا ۲۵ کیلومتره
په شمال کې د واورې د طبقې ضخامت: ۱۸ سانتي متر
په جنوب کې د واورې د طبقې ضخامت:۲۰ سانتي متر
په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د واورې د اورښت امکان: ۸۰%.