د غزې په تړانګه د صهیونیستي رژیم بیاځلي هوایي برید

د صهیونیستي رژیم جنګي الوتکو یوځل بیا د غزې د تړانګې د «خان یونس» ښار  په لویدیځ کې د فلسطین د مقاومت څو اهداف بمبار کړي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې چې فلسطیني رسنیو څخه یې نقل کړي دي د اسراییل جنګي الوتکو نن سهار وختي (سلواغې ۲۱) د غزې تړانګې جنوب په نښه کړ.

په دې پیښه کې د خان یونس په لویدیځ کې د «المیناء الجدید»پر اطرافو درې توغندي ولګیدل او د دې هم مهاله د «دیرالبلح» په لویدیځ کې د «التل» مرکز هم په نښه شو.

تر اوسه د دې بریدونو د مالي او ځاني تاوانونو د دقیق شمېر راپور په لاس کې نشته.

له دې وړاندې هم صهیونیستي رژیم د غزې مختلفې سیمې په نښه کړي وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *