کونړ کې ۱۹ داعش وسله وال وژل شوي
د کونړ چارواکي وایې د دې ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل دره کې د افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې د بهرنیو اتباعو په ګډون ۱۹تنه داعش جنګیالي وژل شوي دي.
د کونړ ولایت ویاند عبدالغني مصمیم خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ دیوه ګل درې په «څیرګل» کلي کې د افغان هوایي ځواکونو د هوایي بریدونو په نتیجه کې د داعش ډلي قومندان « محمدګل» په ګډون ۱۹ تنه داعش وسله وال وژل شوي .
نوموړی زیاتوي، په وژل شویو کسانو کې ۳ ازبک ۴ پاکستانیان او یو د داعش وسله والی ډلې قاضي آشنا مشهور په منصور وژل شویدي.
د مصمیم په خبره په دغه بریدونو کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.