بایډن: افغانستان هیڅکله متحد هېواد کیږي نه

د امریکا د جمهوري ریاست ټاکنو نوماند وایي چې افغانستان هیڅکله په یوه «ټوټه»«متحد»هېواد بدلیدلی نه شي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د دیموکرات ګوند یوه نوماند جوبایډن په یوه ټلویزوني مرکه کې څرګنده کړه چې«زه په افغانستان کې د ملت جوړونې له مفکورې سره مخالف وم، یوازینی کار چې باید سرته یې ورسوم په دغه سیمه کې  ترهګرۍ ته رسیده ګي ده.»

د امریکا د پخواني جمهور رییس مرستیال د ګوندونو ترمینځ په دغه مناظره کې ټینګار وکړ چې په هیڅ وجه د افغانستان د متحد کیدو امکان موجود نه دی او په هیڅ ډول دا هېواد «یوه ټوټه کيږي نه.»

د بایډن دغه څرګندونې د زیاتو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د جمهور رییس مشاور وحیدعمر پر خپل ټویټر لیکلي دي«افغانستان ملت جوړونې ته اړتیا نه لري له وړاندې یوه ټوټه هېواد دی».

نوموړي د امریکا د ټولو مرستو څخه په مننې ټینګار کړی دی چې «مونږ له پیړیو څخه یو ملت یو،دیته اړتیا نه لرو چې تاسې مونږ په یوه ټوټه هېواد تبدیل کړئ.»

په ورته وخت کې د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو یو نوماند وایي چې که چیرې افغانستان او مسلط سیاسي نظامونه د دولت دارۍ او هېواد والۍ همدغې تیرې لارې او رسم ته دوام ورکړي په قاطع ډول نه شو کولای چې دا هېواد متحد او یوه ټوټه جوړ  دولت ـ ملت تشکیل شي.

نوموړي پر خپله پیسبوک پاڼه لیکلي دي چې«مګر تعصب ګرې کړۍ د انحصار طلبۍ لاس واخلې او د افغانستان/خراسان قومي او کلتوري تنوع ومني  او ورته احترام ولرې او د افغانستان او دغه ټولنې لپاره فدرال دیموکراتیک نظام راولي ،هم یو والی او یو ټوټه توب لاسته راځي او هم دولت ـ ملت جوړیږي».

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *