د امریکا په هاوایي ایالت کې په ډزو کې دوه پولیس ووژل شول
د امریکا په هاوایي ایالت کې د اورلګیدنې او ډزو په پایله کې لږ تر لږه دوه پولیس افسران وژل شوي او څو کورونو اور اخیستی دی.
د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،اسوشیټدپرس خبرې اژانس په هاوایي ایالت کې د ډزو او په څو کورونو کې د اورلګیدنې خبر ورکړی دی.
په دغه خبر کې راغلي دي چې په دې پیښه کې لږ تر لږه دوه پولیس افسران وژل شوي دي.
د هاوایي پولیسو ویلي دي چې په برید تورن کس څو کورونو ته هم اور ورته ورکړی دی.
په دې اړه نور جزییات خپاره شوي نه دي.