د فاریاب د قرمقول ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پوهنې امر ووژل شو

ملې دفاع وزارت وایي چې د فاریاب ولایت د قرمقول ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پوهنې امر چې په اندخوې کې یې د یوې کورنۍ د شپږ غړیو په وژلو کې لاس درلود وژل شوی دی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې چې د ملې دفاع وزارت د نن ورځې ( مرغومې ۳۰) له خبرپاڼې څخه یې نقل کړي دي ،دې شخص تیره ورځ په اندخوې ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي وو.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د قرمقول ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پوهنې امر«ملا ابراهیم چې په«حقیار» مشهور وو اود اندخوې د جنایت عامل بلل کیدو د خپل لاس لاندې یوه بل کس سره یوځای وژل شوي او یو بل تن فدامحمد چې «فدای کور» په نامه مشهور دی سخت ټپي شوی دی».

دفاع وزارت وایي چې چې حقیار وړمه ورځ د امنیتي او دفاعي ځواکونو په یو لړ هدفي عملیاتو کې وژل شوی دی.

ملې دفاع وزارت په داسې حال کې د قرمقل د ولسوالۍ لپاره د طالبانو د معارف د امر د یوې کورنۍ د شپږو غړیو د وژنې عامل ګڼي چې طالبانو په دغه قضیه کې لاس لرل رد کړي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *