په فاریاب کې د یوې کورنۍ څلور غړي په ډزو وژل شوي دي

وسله والو کسانو یوه کور ته په دننه کیدو سره د کور پر غړیو ډزې کړي چې په پایله کې څلور تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش وایي چې دا پیښه وړمه شپه د اندخوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوي ده.

نوموړی وایي چې وسله وال کسان د محمد یونس په نوم کس کور ته په ننوتلو سره د کور پر غړیو ډزې کړي چې په پایله کې یې د یوې ښځې په ګډون څلور تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شوي دي.

د یورش پر وینا، پیښه د پولیسو تر څیړنې لاندې ده.

وسله والو طالبانو په دې پیښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *