د ټرمپ د استیضاح طرحه د رایو پر اکثریت سره تصویب شوه
د امریکا د استازو مجلس د«واک څخه په ناسمې ګټې اخیستنې» او «د کانګرس په څیړنو کې د کار ماتونې»په تور ددغه هېواد د جمهور رییس ډونالډ ټرمپ استیضاح کولو ته د رایو په اکثریت سره رایه ورکړه.
د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې ،د امریکا د استازو مجلس نن سهار وختي( لیندۍ ۲۸) پر ټرمپ باندې د «قدرت څخه د ناسمې ګټې اخیستنې» د تور په تړاو د استیضاح د پریکړه لیک اول بند ته ۲۳۰ موافقې او ۱۹۷ مخالفي او د «کانګرس په څیړنو کې د کار ماتونې» د تور په تړاو ددې پریکړه لیک دویم بند د ۲۲۹ موافقو او ۱۹۸ مخالفو رایو سره تصویب کړ.
ټرمپ د امریکا د متحده ایالاتو د پینځه څلویښتم جمهور رییس او د ددغه هېواد د اجراییه قویې رییس دی چې په رسمي ډول تر استیضاح لاندې راځي.
د ټرمپ استیضاح د اوکراین د جمهور رییس «ولادیمیر زلسنکي» سره د ټلیفوني اړیکې تر افشاء کیدو وروسته پیل شوه چې په دغه اړیکه کې یې د خپل اوکرایني سیال څخه غوښتنه کړي وه چې د جوبایډن او د نوموړي د زوي هانټر د مالي فعالیتونو په اړه څیړنه وکړي.
د دې ټلیفوني اړیکې د محتوا له افشاء کیدو وروسته د امریکا د استازو مجلس د استیضاح طرحه وړاندیز کړه او ګڼ شمېر استازو په ځانګړي ډول د مجلس رییس«نانسي پلوسي» پرې فشار راوړې ترڅو دغه طرحه په موافقو رایو سره لاسته راوړي.
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ د امریکا د استازو د مجلس رییس نانسي پلوسي ته په شدیداللحني لیک کې د خپلې کړنې څخه د دفاع ترڅنګ د استیضاح لپاره د دیموکراتانو هڅې،«ګوندیزه کودتا» او د «دیموکراسۍ پر وړاندې جګړه» وبلله.