په غزني کې په «کلدارو» پیر او پلور بند شو

د یو شمېر نورو ولایتونو وروسته د غزني ولایت سیمه ایزو چارواکو هم په ددغه ولایت کې په پیر او پلور کې د  پاکستانۍ «کلدارې» په استعمال بندیز ولګاوه.

د خاورمیانه خبرې اژانس د اقتصادي برخې د راپور له مخې، په غزني ولایت کې د نن سهار (لیندۍ ۳۰)  څخه په پیر او پلور او نورو سوداګریزو معاملاتو کې د پاکستانۍ کلدارې استعمال بند شوی دی.

د غزني ولایت دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې «سر له نن ورځې څخه په غزني ښار کې په هر ډول پیر او پلور کې کلداره په مطلق ډول بنده ده،د سر غړونکو سره به په جدې ډول قانوني چلند ترسره کیږي».

سرچینه وایي چې هیڅ صراف نه شي کولای چې د بازار له نرخ څخه په ټیټه بیه افغانۍ تبادله کړي او د سرغړونکو سره به سخت قانوني چلند وشي.

په ورته وخت کې په کلدارو باندې د سوداګرۍ  منع کولو څخه په استفادې سره د نظامي مامورینو او د څیړنې او نظارت د کميټې د غړیو په ګډون هیڅوک حق نه لري چې د هټیوالو،سوداګریزو مرکزونو یا خلکو څخه کلدارې واخلې ،بلکه هغه کسان چې په کلدارو راکړه ورکړه ترسره کړي  نقدي جریمه کیږي او یا به یې کار ځای مهرلاک کیږي.

د غزني ولایت دفتر وایي چې د خلکو سره د کلدارو موجودیت ستونزه نه لري هیڅوک دا حق نه لري چې د هغوې څخه کلدارې روپۍ واخلې بلکه د پیر او پلور پر مهال یې باید په صرافیو کې په افغانیو تبادله او بیا وروسته په افغانۍ اخیستل او خرڅول وکړي.

له دې وړاندې د نورو ولایتونو له ډلې په خوست کې هم په پیر او پلور او نور تجارتي معاملاتو کې پر پاکستانیو کلدارو بندیز لګیدلی وو.

پر پاکستانیو کلدارو یا نورو بهرنیو پیسو پیر او پلور پانګه والو ته لویه ستونزه جوړه کړې او په ورته وخت کې یې د هغوې په اجناسو باندې د بیې توپیر هم راوستی دی چې د کلونو را په دیخوا پانګوالو له دولت سره دغه ستونزه شریکه کړي وه؛ مګر عملې اقدام ترسره شوی نه وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *