روحاني: اول د بندیزونو ختمول بیا له امریکا سره مذاکرات

د ایران جمهور ريیس ویلي دي چې د بندیزونو د شتون په حالت کې د امریکا سره مذاکرات ممکن نه دي او معنی نه لري.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،حسن روحاني د امانويل مکرون سره په تازه خبرو اترو کې د اتومي تړون او فارس خلیج کې د وروستیو کړکیچونو په اړه بحث وکړ.

ایرنا په خپل راپور کې راوړي دي چې د ایران جمهور ريیس د اروپا سره د پریکړه لیکونو د نهایي کیدو په صورت کې د اتومي تړون«برجام» په چوکاټ کې خپلو ژمنو ته ژمن دی.

د روحاني پر وینا د ۱+۵ د نویو خبرو اترو د پیل لپاره باید لمړی د امریکا بندیزونه لري شي؛ځکه چې د بندیزونو په شتون کې خبرې اترې هیڅ مانا نه لري.

دواړو جمهوررئیسانو د وروستیو میاشتو په جریان کې په کراتو کراتو یو له بل سره خبرې اترې کړي او د فرانسې جمهور رئیس هڅه کوي د تهران او واشنګټن ترمینځ په منځګړیتوب سره د دواړو هېوادونو تر مینځ کړکیچ راکم  او برجام ته پام وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *