د امریکا د ملې امنیت مشاور له دندې ګوښه شو
د امریکا جمهور ريیس په یوه تازه اقدام کې خپل د ملې امنیت مشاور له دندې ګوښه کړ.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،ډونالډ ټرمپ وړمه شپه «جان بولتون» ته ویلي دي چې نور په سپینه ماڼۍ کې د نوموړي د خدماتو اړتیا نه محسوسیږي.
ټرمپ پر خپل ټویټر اکونټ خپل د ملې امنیت مشاور ته په خطاب کې ویلي چې استعفا ورکړي او ښاغلي بولټون هم پرته له ځنډه دغه کار ترسره کړی دی.
د امریکا جمهور ريیس، د ټویټر په یوه پیغام کې ویلي دي «ښاغلي بولټون ته مې خبر ورکړ چې له دې وروسته په سپینه ماڼۍ کې د نوموړي خدماتو ته اړتیا نشته» .
ټرمپ له جان بولټون څخه مننه کړي او ویلي یې دي چې راتلونکي اوونۍ به خپل نوی د ملې امنیت مشاور معرفي کړي.
د امریکا جمهور ريیس په داسې حال کې د ټويټر له لارې خپل د ملې امنیت مشاور له دندې ګوښه کوي چې تیره اوونۍ یې هم د ټویټر په څو پیغامونو سره د طالبانو سره د سولې خبرې اترې ودرولې.