اسراییل ته د سیدحسن نصرالله جدې خبرداری

د حزب الله عمومي منشي اسراییل ته د خبردارې تر څنګ څرګنده کړه چې له دې وروسته به د حزب الله ځواکونه د صهیونیستي رژیم هر الوتکه راوغورځوي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،سیدحسن نصرالله   د ترهګرو ډلو څخه ددغه هېواد د لوړو څوکو د ازادیدو د دویمې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په تیره مرحله کې یې د سیمې د تجزیه کیدو د پروژې د مخنیوې لپاره مقاومت او هلې ځلې کړي دي.

د حزب الله عمومي منشي څرګنده کړه چې له دې وروسته به د صهیونیستي رژیم ټولې جاسوسي الوتکې په نښه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ سهار مهال د لبنان په خاوره کې د اسراییل دوه بې پیلوټه الوتکې را غورځول شوي وي.

له بله پلوه نوموړي د داعش فعالیتونو ته په اشارې سره وویل «داعش په عراق کې د امریکا د ځواکونو د رول د پیاوړي کولو یوه پلمه وه او اوس په عراق کې ددغه ځواکونو د پاتي کولو لپاره ددې ترهګرې ډلې د پیاوړي کولو په هڅه کې دي ».

د نوموړي په باور،امریکایانو؛ داعش رامنځته کړ او د هغویو ساتنه کوي، ددغه ډلې  څخه خپلې ګټې ترلاسه کوي او خطر اوس هم پر خپل ځای دی.

سید حسن نصرالله ټینګار وکړ«په دې اړه د امریکایانو خبرې ډېرې خطرناکې دي چې داعش په سوریه او عراق کې خپل قدرت بیرته ترلاسه کړی دی،دامریکا ویره هم پرځای دی،همدا امریکا ده چې د داعش یو شمېر مشران یې افغانستان ته ولیږدول او عراقیان او افغانان د امریکایي الوتکو انځورونه لري چې دا ادعا تاییدوي».

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *