د کشمېر خلک هماغسې د خپلو کورونو په زندانونو کې دي

د هند له لوري د کشمېر په سیمه کې د نوې قوانینو د وضع کیدو د ۲۰ څخه د زیاتو ورځو په تیریدو سره ،اوس هم ددغه سیمې خلک او هستوګن د کورونو په زندان کې دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د کشمیر مختلفو ښارونو ته غځیدلې لارې د ۲۰ ورځو څخه وړاندې تړل شوي او د خلکو ستونزې هره ورځ زیاتیږي.

«جیو ټي وي» په خپل تازه راپور کې راوړي دي چې د هند تر کنټرول لاندې د کشمېر د سیمې خلک او اوسیدونکي د ژوند د لمړنیو موادو د تهیه کولو د ستونزې سره مخ دي.

له بله پلوه د هند له لوري د قوانینو د لغوه کولو وروسته په کشمېر کې اجباري بند او نظامي حکومت هم په دغه سیمه کې په خپل حال پاتي دی او همدارنګه په ځینو سیمو کې مخابراتي شبکې او انټرنیټ هم غیرفعال شوی دی.

د کشمېر معضله په ۱۳۴۷ کال کې د پاکستان له خپلواکۍ له وخته راپیل شوي او ددې سیمه پراخه  مسلمان میشتي برخه د هند په کنټرول کې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *