په لبنان کې د اسراییل دوه بې پیلوټه الوتکې رانسکورې شوي

د لبنان په پلازمینه بیروت کې د صهیونیستي رژیم دوه بې پیلوټه جاسوسي الوتکې سقوط شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې چې د العالم خبرې اژانس څخه یې رانقل کړي دي،دغه دوه بې پیلوټه الوتکې د تیرې شپې په نیمایي برخه کې د لبنان د جنوب په «ضاحیه» سیمه کې سقوط شوي دي.

د لبنان حزب الله ډله وایي چې لا تر اوسه ددې الوتکو د سقوط علت مالوم نه دی؛ مګر یوې الوتکې ددې حزب د یوې رسنۍ ودانۍ ته نږدې سقوط کړی او چاودیدلي نه ده.

دویمې الوتکې پر یوې ودانۍ سقوط کړی چې ځاني او مالي زیان له ځانه سره نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییل اعلان کړی و چې په دمشق ښار کې یې د ایران نظامي هډه په نښه کړي ده.

یو شمېر څیړونکې په سوریه او لبنان باندې د صهیونیستي رژیم هم مهاله یرغل د نتانیاهو د ګواښونو سره تړلي ګڼي.

نتانیاهو د وروستیو ورځو په لړ کې د څو هېوادونو د نومونو په اعلانولو سره ګواښ کړی دی چې په باور یې په دغه هېوادونو کې به د ایران منافع تر بریدونو لاندې نیسي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *