ننګرهار کې نامعلومو وسله والو یو ملي پولیس وژلی

د ننګرهار چارواکی وایې، د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه اړوند چهل مترې سرک سیمه کې نامعلومو وسله والو یو تن ملي پولیس په ډزو وژلی.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند مبارز اتل خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن د سنبلې په (۴ )  نیټه سهار ۸:۰۰ بجې د جلال اباد ښار اړوند څلورمې ناحې چهل مترې سرک سیمه کې نامعلومو وسله والو تن ملي پولیس په ډزو وژلی.

نوموړی وایې وسله وال له سیمې تښتیدلي خو د نیولو په اړه یې پلټنې روانې دي.

د دې پیښې علت لا تراوسه معلوم نه دی او نه هم چا تراوسه د دې پیښې مسولیت په غاړع اخیستی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *