په امریکا کې طوفان او سیلاب ۳۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
د امریکا په څو ایالتونو کې د بارانونو او سیلاب د رامنځته کیدو د تلفاتو قرابانیان ۶ وژل شویو او ۲۵ ټپیانو ته ورسیدل.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،ګاردین راوړي دي چې د امریکا په جنوب کې د وروستیو څو ورځو سخته سیلۍ د سیلابونو د منځته راتګ لامل شوي چې د دریو ماشومانو په ګډون یې لږ تر لږه د شپږو کسانو ژوند اخیستی دی.
ددې سیلاب په پایله کې،۲۵ تنه نور ټپیان شوي ، له ۵۰ څخه زیات د هستوګنې کورونه زیانمن شوي او د تګزاس،مي سي سي پي،ارکانزاس،لوئیزیانا او جورجیا ایالتونو د ۹۰ زره اوسیدونکو بریښنا قطع شوي ده.
همدارنګه طوفانونو او سیلاب لارې او زیربنایي تاسیسات هم زیانمن کړي او په یادو ایالتونو کې ښوونځي هم ځنډول شوي دي.