په خوست کې د یوه واده په مراسمو برید

د خوست ولایت په «تڼیو» ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو باندې په ډزو کې ۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه تیره شپه د یوه واده په مراسمو کې رامنځته شوي ده؛ مګر د خوست د والي ویاند طالب منګل خاور میانه ته وویل چې دغه پیښه د ولسي خلکو په یوې ناستې باندې د ډزو له امله رامنځته شوي ده.

د نوموړي پر وینا،دغه پیښه تیره شپه ۹ بجې رامنځته شوي چې په پایله کې درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.

منګل څرګنده کړه چې د ناستې د ګډونوالو تر مینځه یوه کس په حاضرینو ډزې کړي دي او لا مالومه نه ده چې د ددې ډزو انګیزه څه وه ،یا بریدګر د کومې ډلې اړوند دی؟

د خوست د والي ویاند وایي چې ددې پیښې د عاملینو د پيژندلو او انګیزې په اړه څیړنې رواني دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *