عربستان د امریکا هغه اقدام چې پکې «جولان» په رسمیت پیژندل شوی وغانده
د امریکا له لوري د اسرائیل د رژیم تر کنټرول لاندې د سوریې د جولان لوړې څوکې په رسمیت پیژندلو د ځینو هېواد له ډلې د عربستان غبرګونونه راپارولي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،سعودي رسنیو راوړي دي چې د عربستان چارواکو د امریکا ددغه پریکړې په غندنې سره اعلان کړی چې د نړیوال پریکړه لیک له مخې،«جولان» عربي نیول شوي خاوره ده.
سعودي چارواکو د واشنګټن دغه اقدام د ملګرو ملتونو د سازمان او امنیت شورا د منشور د پریکړه لیکونو ښکاره نقض بللی دی.
دغه چارواکو په دې باندې په ټینګار سره چې د ټرمپ د دولت دغه اقدام به د منځني ختیځ د سولې او ثبات لپاره منفي پیغام له ځانه سره ولري وویل په ټولو لوریو لازم دي چې د ملګرو ملتونو د سازمان او نړیوال قانون احترام وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ سپینې ماڼۍ د یوه فرمان په لړ کې د اسراییل د رژیم تر کنټرول لاندې د جولان لوړې سیمې په رسمیت سره پیژندلي وي.