په دایکندې کې انسان تښتوونکو یو ماشوم وواژه

یو ۱۲ کلن ماشوم چې یوه اوونۍ وړاندې اختطاف شوی وو،د انسان تښتوونکو له لوري د یو ناورین په ډول ووژل شو.

د دایکندې د پولیسو قومندان ،غلام سخي غفوري وایي چې دغه ماشوم د شهرستان ولسوالۍ په فیض اباد کلي کې اختطاف شوی وو او تیره ورځ د انسان تښتوونکو له لوري ووژل شو.

نوموړي څرګنده کړه چې انسان تښتوونکو د ۱۲ کلن «الله نور» له کورنۍ څخه د پیسو غوښتنه کړي وه چې د بار،بار اړیکو له نیولو وروسته یې دغه ماشوم د یوه ناورین په ډول وژلی دی او همدارنګه جسد یې د کشفي ځواکونو له لوري د یوې شپږ متره څاه څخه پیدا شوی دی.

د دایکندې د پولیسو قومندان د انسان تښتوونکو له لوري د غوښتل شویو پیسو مقدار مالوم نه کړ او څرګنده یې کړه چې دغه ماشوم د پیسو د نه ترلاسه کېدو له وجې وژل شوی دی.

غفوري څرګنده کړه چې ددې پیښې په تړاو دوه کسان نیول شوي چې په خپل جرم یې اعتراف کړی دی.

په همدغه حال کې د«الله نور» کورنۍ په عام محضر کې د نوموړي د قاتلینو د اعدام غوښتنه کوي او د عدلي او قضایي ادارو څخه غواړي چې په دې پیښه کې دخیل ټول انسان تښتوونکي دې په عام محضر کې اعدام شي.

ددې کورنۍ یو غړی وایي چې انسان تښتوونکي او قاتلین د دوې پورې تړلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *