د پاکستان په خاوره باندې د هند مرګونی برید

د هند هېواد جیټ الوتکو د پاکستان خاورې ته په داخلیدو سره په دغه هېواد کې د ترهګرو مرکزونه په نښه کړي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې، د هند د کابینې وزیر د یوه ټویټر پیغام په لړ کې د نن سهار( کب ۷) ددغه هېواد د هوایي ځواکونو له لوري د پاکستان د کشمېر د کنټرول کرښې په بله غاړه کې د« جیش محمد» ډلې «د وسله والو په مرکز»د برید خبر ورکړی دی.

نوموړې ددې پیغام په اوږدو کې لیکلي«ددې برید په پایله کې د وسله والو مرکز په بشپړ ډول له مینځه وړل شوی دی».

په ورته وخت کې سي ان ان خبرې شبکې د هندي سرچینو څخه په نقل راوړي دي چې دا یو لوي برید وو چې د ۴۵۰ کیلو ګرامه بمونو څخه  پکې کار اخیستل شوی دی او ویل کیږي چې په دې برید کې څه کم ۳۰۰ تنه وژل شوي دي.

د هند دا برید د هند د کنټرول څخه لاندې د کشمېر په سیمه کې د فبرورۍ د ۱۴ د ځان وژونکي برید په ځواب کې ترسره شوي دی چې شاوخوا ۴۰ کسان پکې وژل شوي وو او پړه یې «جیش محمد» ډلې په غاړه اخیستي وه چې په پاکستان کې حضور لري؛  مګر ددې برید وروسته ډهلي پر اسلام اباد د برید تور لګولی وو.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د فوځ ویاند، اصف غفور ویلي دي چې د هند هوایي الوتکو د دې هېواد په حریم تیری کړی وو؛ مګر په بریدونو کې یې  د پاکستان لاس لاندې سیمو کې کوم زیان اوښتی نه دی.

غفور زیاته کړه چې د هندي جیټ الوتکو له لوري استعمال شوي مهمات د پاکستان د کنټرول لاندې د کشمېر په ۵۰ کیلو مترۍ کې د بالاکوټ سیمې ته نږدې لګیدلي دي چې هیڅ ځاني او مالي تلفات له ځانه سره نه لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *