ننګرهار کې دوه ځانمرګي بریدګر موخې ته تر رسیدو وړاندې نیول شوي

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،  د ننګرهار ولایت  د ملي امنیت مؤظفینو د ځآنګړو عملیاتو په ترڅ کې د یو پاکستاني په ګډون دوه ځآنمرګي بریدګر موخې ته تر رسیدو وړاندې نیولي .

د دې ولایت والي شاه محمود میاخیل رسنیو ته وویل، د ملي امنیت ځواکونو دوه ځآنمرګي بریدګر،چې په پلازمینه کابل کې د تروریستي برید پلان درلود، د ځآنګړو عملیاتو پر  مهال د جلال اباد ښار ۷مې ناحیې اړوند درونټې په سیمه کې نیولي دي .

هغه زیاته کړه،یاد بریدګر د خادم الله په نوم پاکستانی او عثمان په نوم د کونړ ولایت د وټپور ولسوالۍ اصلي اوسیدونکي دي،چې د هسکې مینې ولسوالۍ څخه په جعلي تذکرو د داعش ډلې له لورې کابل ته استول کیدل،چې د ملي امنیت  ځواکونو له لورې په نیول کېدو سره د خونړۍ پېښې د رامنځته کېدو مخنیوی وشو.

د ننګرهار ملي امنیت رئيس تورنجنرال نظرعلي واحدي وویل،ملي امنیت ځواکونه به په دې ولایت کې د طالبانو او داعش ترڅنګ نورو تروریستي ډلو ته د تخریبي کړنو اجازه ورنکړي او تر دې وړاندې هم هغه ورانکارې ژوندي نیولي،چې په دې ولایت کې د شومو کړنو پلانونه درلودل .

د یادونې وړده،چې تېره اونۍ هم د ملي امنیت مؤظفینو له لورې نږدې لس زره کیلو  ګرامه  چاودیدونکې توکې او ګڼ شمیر کسان د بېلابېلو جرمونو  په تور تر نیولو وروسته رسنیو  ته وښودل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *