جواد ظریف استعفی ورکړه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پر خپل انسټاګرام باندې د یوه پوسټ په خپرولو سره د خپل لورې څخه استعفی ورکړي ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې، د انسټاګرام دغه پوسټ نن سهار ( کب ۷) خپور شوی ، همدارنګه د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم دغه خبر تایید کړی دی.

محمد جواد ظریف په خپل پیغام کې لیکلي دي چې:«په تیرو ۶۷ میاشتو کې د ایران د ګرانو او زړورو خلکو او محترمو مسوولینو د پاملرنې څخه ډېر منندوي یم. د صمیمانه خدمتونو په دوران کې د ناتوانۍ څخه د کوتاهۍ او کمښت د دوام له امله بخښنه غواړم،ښاد او سربلند اوسئ. »

که څه هم لا تر اوسه مالومه نه ده چې د ایران جمهور رئیس حسن روحاني به ددې استعفی سره موافقت وکړي که نه؛ مګر باید یادونه وشي چې په روان کال کې د  ایران دولت ډېر زیات د عمومي افکارو د فشار لاندې قرار درلود.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *