پاکستان د ایران سره په ګډه پوله اغزن تار تیروي

A Pakistani soldier keeps vigil next to a newly fenced border fencing along with Afghan's Paktika province border in Angoor Adda in Pakistan's South Waziristan tribal agency on October 18, 2017. The Pakistan military vowed on October 18 a new border fence and hundreds of forts would help curb militancy, as it showcased efforts aimed at sealing the rugged border with Afghanistan long crossed at will by insurgents. / AFP PHOTO / AAMIR QURESHI

د پاکستان لمړي وزیر د ایران سره د پولې په اوږدو کې د اغزن تار د د تیرولو  خبر ورکړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د ایران په زاهدان ښار کې د مرګونې برید د ترسره کېدو وروسته عمران خان ویلي دي، قصد لري د ایران د دوه ولایتونو سره په ۹۵۰ کیلومتره پوله باندې اغزن تار لګوي .

په ورته وخت کې د پاکستان د فوځ ویاند «اصف غفوري» زیاته کړه چې دواړه هېوادونه د اغزن تار  لګولو له لارې د دوستانه اړیکو  دټینګیدلو هڅې کوي تر څو دښمنان ونه شي کولای چې د پولو څخه په استفادې سره د شر څخه ډک بریدونه ترسره کړي او د ایران او پاکستان ترمینځ واټن رامنځته کړي.

ویل کیږي چې په ایران کې د «جیش العدل» ډلې د وروستي ترهګریز برید وروسته؛ تهران له پاکستان څخه وغوښتل چې د ښه امنیت د تامینولو او او ښې څارنې لپاره ددې هېواد سره په پولو باندې اغزن تار  ولګوي.

دا په داسې حال کې ده چې په زاهدان ښار کې وروستي برید ۳۰ کسان وژلي او ۲۰ تنه یې ټپیان کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *