په سیستان او بلوچستان کې د ایران د سپاه په میشت ځای باندې ترهګریز برید

په سیستان او بلوچستان ولایت کې د ایران د سپاه پاسداران پر یوه مرکز باندې ترهګریز برید یو شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اړولي ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،دغه ترهګریز برید نن سهار (سلواغې ۱۳) د سیستان او بلوچستان ولایت د نیکشهر په ښار کې د سپاه او بسیج په میشت ځای ترسره شوي دی.

د ایران د قدس د ځمکنیو ځواکونو د عمومي اړیکو قرارګاه  ویلي دي چې دغه برید د «جیش العدل» ترهګرې ډلې له لورې ترسره شوي ده چې په پایله کې یې یو تن وژل شوی او پینځه تنه نور ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاته کړې ده چې امنیتي ځواکونه د برید د عاملینو د نیولو په لټه کې دي او همدارنګه د دې پیښې د تلفاتو د زیاتیدو احتمال هم موجود دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *