چین: مونږ په ایران باندې یو اړخیز بندیزونه نه منو
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند تیره ورځ د يوې ناستې په اوږدو کې ټینګار وکړ چې هیواد یې په هیڅ ډول د آمریکا له لورې په ایران باندې یو اړخیز بندیزونه نه مني.
د خاور میانه خبرې آژانس د راپور له مخې،د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ،هوا چانیینګ تیره ورځ دوشنبې د چنګاښ په ۱۸ د یوې خبرې ناستې په جریان کې اعلان وکړ چې نه غواړي چې پر ایران باندې یو اړخیز بندیزونه ومني.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په وین کې د برجام په اړه په یوه ګډ کنفرانس کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل د برجام ساتنه او دوام ورکول ستونزمن کار دی مګر چین به په خپلو هڅو سره د دې څو اړخیز هستوي تړون ساتنې ته دوام ورکړې.
چانینګ زیاته کړه هیواد یې په هیڅ ډول د آمریکا له لوري په ایران باندې یو اړخیز بندیزونه چې نړیوال قوانین ماتوي ونه مني او په قاطع ډول به د خپلو حقوقو څخه ساتنه وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې ایران او د ملګرو ملتونو د سازمان پینځه غړي هیوادونه فرانسه،آمریکا،روسیه،انګلیس،چین او د آلمان په ورزیاتیدو سره په ۱۳۹۴ کال کې تړون وکړ چې له مخې یې د ایران څخه ټول بندیزونه لري شوي وو او په ایران باندې د هستوي فعالیتونو محدودیتونه وضع شوي وو. مګر ټرمپ بلاخره په ۱۳۹۷ کال د غویي په ۸ په یو اړخیز ډول د دې تړون څخه بهر شو او دعوه یې وکړه چې په ایران باندې دوباره بندیزونه وضع شي.