په عربستان کې په یوه امنیتي مرکز باندې وسلوال

برید د عربستان امنیتې سرچینو ددې هیواد په مرکز کې په یو امنیتي مرکز باندې د وسلوال برید د ترسره کیدو خبر ورکړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د عربستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چې تیره شپه د چنګاښ په ۱۷مه وسلوالو سړو د عربستان د مرکز د بریده ښار په قصیم سیمه کې په یو امنیتي مرکز برید وکړ چې د برید په پایله کې یو تن وژل شوی دی.

په همدغه حال کې د سعودې رسنیو راپور ورکړی دی چې ددې پیښې په پایله کې یو تن بنګله دیشې تبع وژل شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د عربستان هیواد په څو وروستیو کلونو کې د وسلوالو بریدونو شاهد دی چې تلفات هم له ځانه سره لري چې د یوه برید په پایله کې چې د عربستان د ولیعهد په ماڼۍ ترسره شو ددې هیواد ځوان ولیعهد هم پکې ټپې شوي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *