اردوغان خپله نوې کابینه اعلان کړه

د ترکیې جمهور رییس تیره ورځ د خپلې نوې کابینې غړي اعلان کړل د دې پر اساس د اردوغان زوم د بودیچې وزیر او مولود چاووش د بهرنیو چارو وزیر په توګه په خپل ځای پاتي شول. د خاور میانه خبرې آژانس د راپور له مخې د ترکیې جمهور رییس رجب طیب اردوغان تیره ورځ دوشنبې د چنګاښ په ۱۸ نیټه د سوګند او نوې حکومت د پیل مراسیمو وروسته د خپل نوي حکومت کابینه اعلان کړه. ویل کیږي چې د اردوغان حکومت په نوې نظام کې د لمړي وزیر پست ختم شوی او د دې هیواد په نوې کابینه کې بنعلي ایلیدیریم نور ځای نه لري او د ترکیې په تاریخ کې یې دغه هیواد د وروستي لمړي وزیر لقب وګټه او ټاکل شوي ده چې د دې هیواد د پارلمان رییس په توګه وګمارل شي. ویل کیږي چې د ترکیې بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو به په خپل ځای پاتي وي، جنرال هولوسي د دفاع وزیر په توګه او د رجب طیب اردوغان زوم د دې هیواد د مالې وزیر په توګه وټاکل شو. د یادونې وړ ده چې د ترکیې د جمهور رییس له لوړې په مراسیمو کې بهرنیو میلمنو او د حکومت واک لاندې خلکو حضور درلود ،اردغان هم د خپلو خبرو په جریان کې وویل چې نور د سهوې او اشتباه تاریخ پای ته رسیدلی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *